د قبایلي مشرانو او ځوانانو ستونزې واورېدل شوې!

mobta-af
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۸ - ۱۴:۳۳
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د قبایلو له یو شمېر مشرانو او ځوانانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې راغلو مشرانو د پېژند پاڼو، ویزو د آسانتیاوو او د زده کړو په برخه کې خپلې یو لړ ستونزې د حل په موخه د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې او د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا، امن، او یووالي په موخه یې په سلامشورو ټینګار وکړ.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم پخپلو خبرو کې د یادو مشرانو ستونزې پر ځای وبللې وې ویل: هڅه به مو دا وي، چې ستاسو ستونزې له اړوندو ادارو سره شریکې کړو او تاسو قبایلي مشرانو او ځوانانو ته د پېژند پاڼو او ویزو په ورکړه کې آسانتیاوې رامنځته کړو.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu