د غزني ولایت له قومي مشرانو سره ناسته

khoram_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۵ - ۹:۲۳
خبر

٧/٢١ /١٤٤٥ ھ ق
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي جان محمد "حاجي مؤمن" د غزني ولایت د شپږمې ناحیې له قومي مشرانو سره په خپل کاري دفتر کې ناسته تر سره کړه.

د ناستې پیل د قران کریم په آیتونو سره وشو وروسته دوو تنو قومي مشرانو د خپل قومونو په استازیتوب خبرې وکړې او د یاد ریاست له مسؤلینو د هلو څلو څخه یې خوښي څرګنده کړه چې تل د قومونو سره د همغږۍ په پار او د یادې ناحیې د نورو مشکلاتو په حل کې د دوی سره همکار دي.

په پای کې د یاد ریاست رئیس ښاغلي حاجي مؤمن قومي مشرانو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې یاد ریاست د قومونو او د نظام تر منځ د ارتباطي پله په څېر دی، د ریاست مسؤلین شپه او ورځ ستاسو په خدمت کې ولاړ دي تاسو هر کله کولای شئ چې له مونږ سره خپلې ستونزې شریکي کړئ موږ به د حل لار ورته لټوو، او له اړوند مرجع سره به یې شریکوو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۱:۱۴
Background image

((چا چې شل کاله د افغانستان غیور ولس ته د خپلو شومو موخو امتحان ورکړی، هغه څېرې دې د ازاد او خپلواک افغانستان د ازادۍ چیغې نه وهي ))

 

شنبه ۱۱ محرم الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري، سرپل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کوهستاناتو په سیمه کې له ولسونو سره د یووالي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۱:۸
Background image

په ننګرهار او کونړ ولایت کې درې بیلابیلې دښمنی په دوستۍ بدلې شوې

شنبه، ۱۱ محرم الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق د ننګرهار ولایت په بټي کوټ او هسکې مېنې ولسوالیو کې د خپلمنځي شخړو له امله، چې له مودې راهیسې یې د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې ترینګلې کړې وې.

د همدې ولایت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۰:۴۳
Background image

پکتیا کې دوه کورنۍ له ۳۵ کلنې دښمنۍ وروسته سره پخلا شوې

 

 پنجشنبه ۹ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ په يوه کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه بدي حل و فصل شوه، چې یادې کورنۍ یې له درې نېمو لسيزو راهیسې له ناخوالو او جنجالونو. . .

BACK TO NEWS

User account menu