د غزني ولایت د یو شمېر مدني فعالانو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل شول

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۲ - ۹:۳۲
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن مازدیګر د خپل کار په دفتر کې د غزني ولایت له یو شمېر مدنی فعالانو سره وکتل او په بېلابېلو برخو کې یې د هغوې ستونزې واورېدې.

په دې کتنه کې یادو مدني فعالانو د خپلو یو لړ ستونزو شریکولو ترڅنګ غزني ولایت ته د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر وروستی سفر چې د نظام او ملي ځواکونو ملاتړ ته یې د ولسي غوڼډې له لارې ولسونه رابللې وو، وستایه او دغه شان ولسي غونډې یې ګټوروې وبللې.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صیم دوې ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به یې د حل په موخه له اړوندو چارواکو سره شریکې کړي.

ښاغلي صمیم دغه راز د غزني له ولسونو څخه مننه وکړه، چې په پراخه کچه یې د نظام او ملي ځواکونو ملاتړ وکړ.

د یو بل خبر له مخې: د سلیمان خېلو قومي مشرانو او مخورو نن مازدیګر د سرحدونو او قبایلو چارو له وزير ښاغلي محب الله صمیم سره په کتنه کې خپلې یو لړ ستونزې شریکې کړې، چې ورته د هوارولو ډاډ ورکړ شو.

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu