د غزني د ګېلان ولسوالۍ تروريستي عمل د بخښلو نه دی!
د هېواد، خلکو او دين دښمنانو د خپلو ناروا بريدونو په دوام نن یو ځل بیا د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې په يو کور کې، چې د عظيم الشان قرآن ختم مراسم پکې روان و، ماشومان په نښه کړل، چې، له امله د ماشومانو په ګډون زموږ يو زيات شمېر معصوم هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي.
تروريستان بايد په دې پوه شي، چې په دغه شان وحشيانه بريدونو سره به نه يوازې خپلو ناروا موخو ته ونه رسيږي، بلکې د هېواد والو له لا زياتې کرکې او نفرت سره به مخامخ شي.
د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت په داسې حال کې چې دغه انساني او اسلامي ضد عمل په کلکه غندي، د لوی خدای ج له سپېڅلي دربار څخه د پېښې شهيدانو ته فردوس جنت، ټپيانو ته بشپړه روغتيا او د شهيدانو وارثانو او د غزني پتمنو خلکو ته د خپل ژور خپګان مراتب وړاندې کوي.
محب الله صمیم
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر
