د عامه بنسټونو له منځه وړل او ويجاړول تر ټولو ستر ملي خیانت او جهالت دی!

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۶ - ۱۰:۴۱
mobta

په فراه ولایت کې د انار درې ولسوالۍ ودانۍ د وحشي دښمن له لوري په بمونو باندې الوزول د دې ښکارندویي کوي، چې بې رحمه او له تمدنه لیرې دښمن سولې، د هېواد ابادۍ او پرمختګ ته هېڅ راز ژمنتیا نلري. دوی یوازې د هېواد د بربادۍ او د پرمختګ د مخنیوي مخه د پردیو اجنډاوو پر اساس مخته وړي. زه دښمن ته دا وایم، چې تاسو به دا ارمان ګور ته یوسئ، چې افغانستان به ګنډواله او ولسونه به یې نورو هېوادونو ته مهاجرت ته اړ کړئ. پر ولسونو مې غږ دا دی، چې د خپل ښوونځي، سړک، جومات، روغتون،پوهنتون او عامه بنسټونو په ساتنه او پالنه کې له حکومت سره همکاري وکړئ او د دې بې رحمه او وحشي د ښمن پر وړاندې سره یو او منسجم شئ او اجازه مه ورکوئ، چې ستاسو عامه بنسټونه وران کړي. محب الله صمیم د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu