د شهيد قوماندان رحمت الله مبارز پاک روح ته دعا وشوه!

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۷ - ۱۰:۵۲
mobta

د سرحدونو او قبايلو چارو وزير محترم محب الله صميم غزني ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې دحاجي نقيب الله مبارز کور ته تشريف يوړ او د هغه د زوې شهيد قوماندان رحمت الله مبارز پاک روح ته يې، چې د روژې په مبارکې مياشت کې د هېواد او خلکو دښمنانو له خوا په شهادت رسېدلې و، د مغفرت دعا وکړه.

ښاغلي محب الله صميم د ارواښاد کورنۍ ته د خپل ژور خپګان مراتبو څرګندولو په ترڅ کې د الله ج له دربار څخه شهيد ته د فردوس جنت غوښتنه وکړه او د هېواد دښمنان يې اجير او بې رحمه قاتلان وبلل.

په مقابل کې ښاغلي نقيب الله مبارز د سرحدونو او قبايلو چارو وزير له خواخوږی او ملي احساس څخه مننه وکړه.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu