د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له رئیس سره کتنه!

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۵ - ۱۴:۳۱
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې وروسته د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له رئيس ښاغلي شمیم خان کټوازي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په یاده کتنه کې د دواړو ادارو ترمنځ په سیمه ییزه کچه په چارو کې په همغږۍ او همکارۍ ټینګار وشو.

ښاغلي شمیم وویل: د جرګو په جوړولو کې د وزارت هڅې د قدر وړ دي دا هڅې د خلکو او دولت ترمنځ د واټن په لنډولو کې ډېرې ګټورې او ښې پایلې لري دغه راز یې په دې برخه کې د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم خبرې وکړې وې ویل: چې ادارې مو له ولس سره په بېلابېلو اداري واحدونو کې اړیکې لري او له هغوی سره کارکوي همغږي مو کولای شي، چې د ولسونو په انسجام او همدا راز د غوره خدمتونو د وړاندې کولو د پرمختګ لامل شي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu