د سولې په چارو کې د دولت وزارت له مرستيال سره کتنه!

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۴ - ۱۰:۴۷
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي د روان لمریز کال د سلواغې میاشتې پر 13 مه نېټه د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو د يووالي له مرستيال ښاغلي عبدالخالق بالاکرزي سره وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي بالا کرزي په هېواد کې د سولې او ملي يووالي په ټینګښت کې د سرحدونو او قبايلو چارو د وزير محترم شېرزي نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وستايلې وې ويل: وزارت کولې شي د سولې په راوستو کې رغنده رول ولوبوي.

ورپسې ښاغلي شېرزي د خپلو خبرو په ترڅ کې سوله د افغانانو اساسي اړ تيا وبلله زياته يې کړه، چې هڅه به وکړې چې په هېواد کې دايمي او باعزته سوله ټينګه او د جګړې ټغر ټول شي.

دواړو لورو دغه راز په يو شمېر نورو مهمو او ملي موضوعګانو هم بحث او خبرې وکړې.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu