د سلیمانخېلو قومي شورا له مشر او غړو سره کتنه!

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۲ - ۹:۱۷
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي محمد آصف ننګ نن له غرمې وروسته د سلیمانخېلو قومي شورا له مشر ښاغلي محمد ایوب خالقیار سلیمانخېل او غړو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل او د دوی ستونزې یې واورېدې.

په دې کتنه کې یادو مشرانو په بېلابېلو برخو کې د وزارت هلې ځلې وستایلې او له وزارت سره یې د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.

دغه راز ښاغلي ننګ د یادو مشرانو ستونزې پر ځای وبللې زیاته یې کړه: د ستونزو هوارول د وزارت لومړیتوب دی موږ به ستاسې ستونزې له اړوندو ادارو سره د حل په موخه شریکې کړو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu