د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر په کندوز ولایت کې د تېر شل کلن جهاد پر مهال له زخمي شویو او فلج شویو مجاهدینو سره وکتل.

taqi_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۱۳
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر په کندوز ولایت کې د تېر شل کلن جهاد پر مهال له زخمي شویو او فلج شویو مجاهدینو سره وکتل.

دوشنبه ٣ ذوالقعدة ۱۴۴۷

د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو وزیر  ملا نورالله نوري د کندوز ولایت په دښت آرچي ولسوالۍ کې د تېر شل کلن جهاد له ځایي ډلګۍ مشرانو، زخمیانو، معیوب شویو او فلج شویو مجاهدینو او مسؤلینو سره وکتل.

ښاغلي نوري مجاهدینو ته وویل: دا ستاسې د مېړانې او جسارت نتیجه وه چې نن د افغانستان په هره نکته کې بشپړ اسلامي نظام حاکم دی او د پردیو اشغالګرو کمبله ټوله شوې ده.

نوري صاحب زیاته کړه: مجاهدینو که دا درنې قربانۍ او شهادتونه نه وای ورکړي، دا درنه فتحه او ازادي به نه وای راغلې.

نوري صاحب د سیمې مجاهدینو او مسؤلینو ته د سپارښتنې په توګه څرګنده کړه، چې نیتونه مو نور هم صالح کړئ، له ولسونو سره غوره چلند کوئ او په خپلو ورځنیو چارو کې له عدل، احتیاط او حوصلې څخه کار واخلئ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۸
Background image

په سرپل او بادغيس ولايتونو کې د مرګونو شخړو حل

 

چهار شنبه ۲۸ صفر المظفر ۱۴۴۸

د سرپل ولايت په الفتح ولسوالي کې د ځايي اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د خپلمنځي جنجالونو له کبله هغه راپورته شوې شخړه، چې په نتيجه کې يې درې تنو ته مرګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۳:۵۰
Background image

کنړ کې د ۱۲ کلنې تربګني سر بېره بادغيس کې د مسؤلينو له لوري دوه جلا شوې کورنۍ يوځای شوې

 

سه شنبه ۲۷ صفر المظفر ۱۴۴۸

د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د دغه ولايت په مرګز کې د جنازې د لمانځه لپاره د ځای جوړولو پر سر د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۰:۵۴
Background image

زابل کې د قتل له امله راپورته شوې بدي په دوستي بدله شوه

سه شنبه ۲۷ صفر المظفر ۱۴۴۸

د زابل ولايت په ارغنداب ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د يوه تن د قتل له امله راپورته شوې بدي د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مشرانو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu