د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د بایزید روښان انستیتیوت محصلینو فراغت غونډه

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۶ - ۱۷:۳۶
mobta

١٤٤٤/٥/٣

د وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د کمپیوټر ساینس، زراعت، اقتصاد او انجینرۍ له پوهنځیو څخه د فارغو زده کوونکو د فراغت غونډه ترسره شو. په دې شانداره غونډه کې د بایزید روښان انستیتیوت تدریسي مدیر ښاغلي عارف شاه کټوازي، د رحمان بابا عالي لېسې استاد ښاغلي محمد امین طاهر او د انستیتیوت یو شمېر استادانو په خپلو ویناوو کې لومړی محصلینو ته د دوی د فراغت له امله مبارکي وویله، بیایې د یادو څانګو پر ارزښت رڼا واچوله او محصلین یې د لا نورو زده کړو تر سره کولو ته وهڅول. همدا راز د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د تعلیمي مرکزونو د انسجام مدیر ښاغلي زیارمل حمیدي په دې اړه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرپرست وزير ښاغلي ملا نورالله نوري د مبارکي پیغام ولوست چې محصلین یې د ټولنې په وړاندې خپلو راتلونکو مسؤلیتونو ته متوجه کړي وو او د فراغت مبارکي یې ورته ویلې وه. د غونډې په وروستیو کې پرمحصلینو تصدیق لیکونه هم وویشل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu