د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو سرپرست وزير د پروان ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل

mobta-af
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۴ - ۲۰:۱۸
mobta

پنج شنبه ۲/شعبان /۱۴۴۴

دسرحدونو، قومونو او قبايلو چارو سرپرست وزير الحاج ملانور الله نوري د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ له یو شمېر قومي مخورو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د کتنې په لومړیو کې د یاد ولایت د سالنګ ولسوالۍ قومي مخورو د خپلې سیمې د قومونو تر منځ ستونزې شریکې کړې او ټولو په خپل وار سره د یادې ولسوالۍ په هکله وړاندیزونه د منلو او حل په موخه وړاندې کړل. د ناستې په پای کې سرپرست وزیر ملا نورالله نوري دوی ټولو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې د سالنګ غیور ولس ډیري قربانۍ ورکړې دي، ستاسي د سیمي د قومونو د ستونزو د حل په موخه به موږ لازم اقدام وکړو، تاسي یوازې صبر ولرئ انشاءالله ستاسي د غوښتنو په اړه موږ ډاډ درکوو چې دا به پوره کیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu