د ستر مبارز فخر افغان خان عبدالغفار خان ۳۲م تلین ولمانځل شو!

mobta-af
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۴ - ۱۱:۴۹
mobta

له همدې امله د سرحدونو او قبایلو چارو په وزارت کې نن چهارشنبه د۱۳۹۸ لمریز کال د سلواغې پر۲۳ نېټه غونډه جوړه شوه، چې په کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزي، د لوی افغانستان د تحریک مشرښاغلي جمیل وقار، د وزارت یوشمېر ریسانو او سلاکارانو، د افغانستان د علومو اکاډمۍ او سیمه ایزو مطالعاتو علمي اومسلکي غړو، قومي او قبایلي مشرانو،علمي او فرهنګي شخصیتونو ، د وزارت کارکوونکو، ځوانانو او رسنیو استازو ګډون کړی و.

غونډې ته د دغه وزارت داطلاعاتو او عامه اړېکو رئیس ښاغلي عبدالوحید خاورې، دسرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل اغا شېرزي پیغام ولوست، په پیغام کې د عدم تشدد مفکورې سرلارې د مبارزې او جد وجهد په اړه څرګندونې شوې وې او دغه مفکوره یې اوس مهال هم د ستونزو د حل لپاره مناسبه بللې وه.
ورپسې د وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال ښاغلي محمد یعقوب احمدزي لومړی راغلیو میلمنو ته ښه راغلاست او هرکلی ووایه، وی ویل: چې د دا ډول غونډو له جوړولو څخه موخه دا ده، چې خپل مشران راتلونکو نسلونو ته وروپېژنو، د هغوی له کارنامو او مبارزو څخه، چې د خپلو ولسونو د نیکمرغۍ لپاره یې کړې دي خبرکړو.
ښاغلي احمدزي وویل: چې باچا خان د شلمې پېړۍ هغه مبارز شخصیت و، چې د ټولنې له واقعیتونو او د خپل ولس له کړاوونو خبرو، همدغه حالت ارواښاد دې ته اړ کړ، چې د عدم تشدد په نوم غورځنګ رامنځته کړي، کلي په کلي وګرځي، خلک راوېښ کړي، اود نه تاوتریخوالي له لارې خلک د خپلو حقوقو غوښتنې ته وهڅوي.

ورپسې د لوی افغانستان د تحریک مشر او علمي او سیاسي شخصیت ښاغلي جمیل وقار په خپلو خبرو کې د سرحدونو او قبایلو چاروله وزارت څخه مننه وکړه، چې ولس ته هغه لید لوری او هغه مفکوره وړاندې کوي، چې له امله یې هېواد او سیمه له جګړې خلاصون پیدا کولای شي، نو موړي د فخر افغان پاچا خان، خان عبدالغفار خان د ژوند،مبارزې او د عدم تشدد فلسفې د ارزښت او په برخه کې د کړاوونو د ګاللو،منډو ترړو،صبر،زغم،رښتینولۍ په اړه خبرې وکړې وې ویل:چې پاچا خان یو فلسفه درلوده، دا فلسفه په دریو برخو کې، چې خپله خاوره، خپل اختیار او خپل اقتصاد و، په همدې موخه یې خپله مبارزه روانه وساتله، د مبارزې بڼه یې عدم تشدد و، فکري ځوانان یې پرځان راټول کړل، اوخپلې مبارزې ته یې دوام ورکړ.

دغه رازد علومو اکاډمۍ د سیمه ایزو مطالعاتوغړي څېړنوال عبدالرحیم بختاني، د ختېځ زون د قومي شورا ګانو مشر عبدالخالق حسیني پشه یې، د پکتیا د همغږۍ شورا رئیس نیک محمد ولسمل، د لوګر ولایتي شورا غړي محمد ناصر غیرت په وار سره پخپلومقالو او خبرو کې وویل: چې دا مفکوره باید تعقیب شي او د اوسني حالت د سمون لپاره یې هم عدم تشدد مفکوره یو اړتیا وبلله.
په یاده غونډه کې د هېواد پیاوړي لیکوال او ملي شاعر محمد شفیع بابرزي د سولې او ملي یووالي په اړه خپل شعرونه ولوستل .
د غونډې په پای کې د دغه وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست لخوا په دري ژبه د باچا خان زنده ګي، تلاش و مبارزه من او هم د پاچا خان تقریرونو تر سرلیک لاندې چاپ شوي کتابونه پر ګډونوالو باندې ووېشل شول.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu