د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت پیغام!

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۵ - ۸:۵۲
mobta

بسم الله الرحمن الرحیم

د روژې مبارکه میاشت، د الهي رحمت د دروازو پرانستلو او د ګناهونو د بښلو میاشت ده او بې شکه د دې میاشتې روژه له الهي نعمتونو څخه یو نعمت دی، چې د الله تعالی (ج) له خوا د مسلمانانو د جسمي او روحي آرماتیا لپاره فرض شویده، چې د افغانستان مسلمان ملت ته د دې مبارکې میاشتې مبارکي وایو او د الله تعالی(ج) له سپیڅلي دربار څخه غوښتنه کوو، چې د دې مبارکې میاشت په برکت زموږ په ګران هېواد افغانستان کې تلپاتې سوله راولي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له وسله والو مخالفینو څخه غواړي، چې د روژې په مبارکې میاشتې کې له جګړو او نورو تروریستي بریدونو څخه لاس واخلي، نور د بې ګناه افغانانو وینه توی نه کړي او پریږدې، چې ټول افغانان د سولې او امن په فضا کې د روژې د مبارکې میاشتې سترعبادت تر سره کړي.

محب الله صمیم

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu