د حکومت او ولسونو ترمنځ واټن لنډول مو له کاري لومړیتوبونو څخه دي!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱ - ۹:۵۳
mobta

دغه څرګندونې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم د هېواد د بېلابېلو قومونو له استازو سره په کتنه کې وکړې.

په دې کتنه کې راغلو استازو د خپلو یو لړ سیمه ییزو ستونزو شریکولو ترڅنګ د سرحدونو او قبایلو چارو له وزیر ښاغلي محب الله صمیم څخه وغوښتل، چې د وزارت له خوا په لویو ولسي غونډو کې دوی ته برخه ورکړي ، تر څو د نظام، ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په پار خپل غږ اوچت کړي.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم د هېواد د بېلابېلو قومونو له استازو څخه مننه وکړه، چې د نظام او جمهوریت د ملاتړ ترڅنګ یې د خپلو ولسونو سیمه ییزې ستونزې د حل په موخه ورسره شریکې کړې، له دوی څخه یې وغوښتل چې د نظام د پایښت، د تلپاتې اوربند او ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په پار د تل په څېر خپل غږ اوچت کړي.

ښاغلي صمیم دا هم وویل، چې پر مخالفینو غږ وکړئ، تر څو اوربند ته غاړه کېږدي او روانې جګړې ته د تل لپاره د پای ټکی کېږدي، ځکه چې جګړه پای و مومي شي نو د هېوادوالو لپاره به په ولایتونو، ولسوالیو او کلیو کې پراختیایي پروژې تطیبق شي، د حکومت او ولس ت منځ شته واټڼ له منځه وړل مو له کاري لومومړیتوبو څخه دي او خپلې هلې ځلې به په دې برخه کې ونه سپموو.

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu