د جلالتماب ولسمشر هغه هدایتونه، چې پرون په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د وزارت له مشرتابه سره په غونډه کې شریک شوي و، تعقیب او اړوندو ادارو ته یې د عملی کولو لارښوونه وشوه

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۲ - ۹:۲۸
mobta

په هغې غونډه کې، چې له همدې امله نن سه شنبه د روان کال د غبرګولي د میاشتې په ۱۱مه نېټه د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر محترم محب الله صمیم په مشرۍ او د وزارت د معینانو او رییسانو په ګډون جوړه شوې وه، لومړى مسلکي معین ښاغلي محمد اصف ننګ ټول هدایتونه د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړل.

ورپسې د غونډې ګډونوالو د خپلو نظرونو له شریکولو وروسته ددغو هدایتونو د تعقیبولو او عملي کولو په خاطر د وزارت مشرتابه ته ډاډ ورکړ.

په دې غونډه کې ښاغلي صمیم ټینګار وکړ، چې اړوندې ادارې دې د لازمو طرحو په جوړولو سره په دغو برخو کې کار وکړي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu