د تحقیق اومطالعاتو ریاست له کارکوونکو سره د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د چارواکو کتنه

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۸ - ۱۹:۵۱
   M

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن حقاني د وري په ۸مه د د دغه وزارت اړوند د تحقیق او مطالعاتو له رئیس او کارکوونکوسره وکتل. په پیل کې دغه ریاست رئیس هدایت‌الله حقاني د یاد رياست د لاسته راوړنو، د ځانګړنو او ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل. ښاغلي حقاني د خبرو پر مهال وویل : « د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د هېواد د بېلابېلو قومونواوقبایلو او اسلامي امارت تر‌ منځ د ارتباطي پل حیثیت لري، دا چې د افغانستان اسلامي امارت د ټولو افغانانو په ملاتړ د فتحې تر درشله رسېدلی، نو په ډاډ سره ویلی شو چې اسلامي امارت د هېواد د ټولو وګړو شریک نظام دی . اړینه ده چې د تحقیق اومطالعاتو ریاست په ټول ځواک اوصداقت د قومي اوقبایلي جوړښتونو، ژبې، دودونو او د هرقوم پس منظر له ځان سره ولري». هغه زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د هېواد د هر قوم او ملیت د قومي جوړښت عنعناتو او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې تعامل لري او خلکو ته د خدمت جوګه دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu