د بلوڅو ستونزې واورېدل شوې!

mobta-af
شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۶ - ۱۰:۱۲
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي نن چهارشنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ۱۳ مه نېټه په بېلابېلو ولایتونو کې د مېشتو بلوڅو قومي مشرانو سره د خپل کار په دفترکې وکتل.

په دې کتنه کې، چې د وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال ښاغلي محمد یعقوب احمدزی او د دفتر رئيس ښاغلی نور آقا ناصري هم حاضر و، راغلو مشرانو د یو لړ سیمه ییزو ستونزو شریکول ترڅنګ د وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې تل يې د قومي مشرانو او مخورو ستونزو ته پر وخت رسیدنه کړې او ورته یې د حل لارې چارې پیدا کړي.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي په خپلو خبرو کې د یادو قومي مشرانو ستونزې پرځای وبللې وې ویل: دا په ډاګه ده، چې بلوڅ قوم د تاریخ په اوږدو کې د نورو قومونو په څېر د خپل هېواد او خلکو څخه دفاع کړې او تل یې په ملي مسایلو کې برخه اخیستې ده، چې انشاالله ستاسو درنو مشرانو ستونزې به هم د حل په موخه د دولت ترلوړپورو چارواکو پورې ورسوم او په ګډه به ورته د حل لارې چارې پیدا کړو.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu