د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ د یو شمېر قومي مشرانو او مخورو ستونزې واورېدل شوې!

mobta-af
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۹ - ۱۴:۳۹
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن غرمه د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ له یوشمېر قومي مشرانو او مخورو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې قومي مشرانو او مخورو خپلې یو لړ ستونزې شریکې او په یادې ولسوالۍ کې د سیند د تخریباتو په اړه هم معلومات وړاندې کړل، چې د نوموړو په وېنا ډېری کرنیزې ځمکې یې ورته ویجاړې کړي او له ګڼو ستونزو سره یې مخه کړي دي.

دوی دغه راز د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له مشرتابه څخه وغوښتل، چې د ستونزو په هوارۍ که ورسره همکاري وکړي.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم د راغلو مشرانو ستونزې پر ځای وبللې او ډاډ یې ورکړې، چې د وزارت دروازې د تل په څېر ستاسو مشرانو پرمخ پرانېستې دي او ستاسو د ستونزو هوارول مو له کاري لومړیتوبونه څخه دي، چې له اړوندو ادارو سره به یې شریکې کړو.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu