د بدخشان ولايت د پنځو سرحدي ولسواليو د مشرانو او مسؤلینو ستونزې واورېدل شوې!

mobta-af
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۶ - ۹:۴۴
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صميم بدخشان ولايت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې نن مازديګر د يادو ولسواليو له مسؤلينو سره وکتل.

د کتنې په پيل کې نقیب الله قاضي زاده د راغلو مشرانو او ځوانانو په استازیتوب په بېلابېلو امنيتي او ټولنيزو برخو کې ددغه ولایت د پنځه ګونو سرحدي ولسواليو ستونزې د حل په موخه شريکې کړي.

ورپسې ښاغلي صميم دياد ولايت سرحدي ولسوالۍ مهمې وبللې وې ويل: بدخشان ولايت ته زما د سفر اساسي موخه د خلکو د ستونزو او غوښتنو اورېدل دي، موږ ژمن يو، چې ستونزې او غوښتنې به مو تر جلالتماب ولسمشر او کابينې پورې ورسوو.

ښاغلي صميم له دوې څخه غوښتنه وکړه، چې د جمهوري نظام او ملي امنيتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu