د بایزید روښان د لوړو زده کړو مؤسسې له رئیس سره ناسته!

mobta-af
شنبه ۱۴۰۰/۲/۴ - ۱۰:۱۴
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د بایزید روښان د لوړو زده کړو مؤسسې له مشر ښاغلي مېرزا محمد صافي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل او د دواړو ادارو ترمنځ په ګډو همکاریو ټینګار وشو.

په دې کتنه کې ښاغلي صافي د بایزید روښان لوړو زده کړو مؤسسې د فعالیتونو په اړه د معلومات وړاندې کول ترڅنګ د وزارت اړوندو لېسو زده کوونکو او قبایلو ځوانانو ته په ځانګړي تخفیف سره د لوړو زده کړو ترسره کولو په موخه د زمینې برابرولو ژمنه وکړه.

ښاغلي صافي په خپلو خبرو کې وویل: زموږ هڅه دا ده، چې خپلو هېوادوالو ته د زده کړې ښه چاپیریال رامنځته کړو، ترڅو دوی وکولای، چې د دی فرصت نه ګټه واخلي او خپل هېواد ته د رښتیني خدمت جوګه شي.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم د خپلو خبرو په ترڅ کې د ښاغلي مېرزا محمد صافي څخه مننه وکړه، چې یو ښه اکاډمیک چاپیریال یې رامنځته کړی.

ښاغلي صمیم زیاته کړه، په نږدې راتلونکي کې به د یاد بنسټ له مشر سره د وزارت د اړوندو لېسو زده کوونکو او قبایلو ځوانانو ته د لوړو زده کړو په موخه د دوه اړخیزو همکاریو او د اړیکو پیاوړتیا هوکړه لیک لاسلیک کړو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu