د افغانستان د ترکانو د انسجام شورا ستونزې واورېدل شوې!

mobta-af
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۱ - ۱۰:۲۱
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې وروسته د افغانستان د ترکانو د انسجام د سراسري شورا له مشرتابه اوغړو سره د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې وکتل.

په یاده کتنه کې، چې په د ولسي جرګه کې د کونړ ولایت د خلکو استازی ښاغلی نعمت الله کریاب هم حاضر و، د ترکانو مشرانو د افغانستان د ټولو ترکتبارانو په استازيتوب د سولې له پروسې څخه خپل هر اړخیز ملاتړ اعلان او د تلپاتې اوربند غوښتنه یې وکړه.

دوې دغه راز په الکترونیکي پېژندپاڼو کې د ترکانو قوميت د لیکلو، د وزارت په اړوندو لېسو کې ددغه قوم ځوانانو ته ونډې ورکولو، د وزارت په چاپي خپرونو کې د دوې دودونو او فرهنګ ته د پاملرنې، وزګارو ځوانانو ته د کار زمینې برابرولو، د وزارت په ملي او فرهنګي غونډو کې ګډون او یو لړنورو برخو کې خپلې ستونزې له ښاغلي محب الله صمیم سره شریکې کړې او د هغو د هوارولو غوښتنه یې وکړه.

نوموړو دغه راز د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم د وزارت لپاره مجرب او وړ شخص وباله او په بېلابېلو برخو کې یې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.

mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم د خپلو خبرو په ترڅ کې د ترکانو قومي مشرانو د ملاتړ او ملي احساس څخه د مننې په ترڅ کې وویل: چې د افغانستان ترکتبارانو همیشه د هېواد په ساتنې او پرمختګ کې پوره هلې ځلې کړي دي، وزارت د ټولو افغانانو او پکې د مېشتو قومونو ګډ کور دی او تل یې د قومونو مشروع غوښتنې په نظر کې نیولي دی.

ښاغلي صمیم د خپلو خبرو په دوام وویل: ستاسو ستونزې پرځاې دي د وزارت د اړوندو لېسو دروازې ستاسو د قوم ځوانانو لپاره پرانیستې دي او موږ پلان لرو چې د هېواد په بېلابېلو لرو پرتو سیمو کې په لیله ډول نوې لېسې جوړې کړو، تر څو د افغانستان د ټولو قومونو ځوانان وکړاې شي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، همداراز وزارت په بېلابېلو ژبو خپرونې لري موږ به په دغو چاپي خپرونو کې د ترکانو قوم له خوا فرهنګی، دودیز، ټولنیز او ادبي مضامین او مطالب چاپ کړو. همداراز نورې ستونزې به مو د حل په موخه له لوړپوړو مقاماتو سره شریکې کړو.

د غونډې په وروستیو شېبو کې د ترکانو د انسجام شورا مشرتابه او غړو ښاغلي محب الله صمیم ته د نوموړي د غوره کړنو له امله د سلطان محمود غزنوي مډال ورکړ.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu