د اسلامي نظام او ملي یووالي د استحکام ستره غونډه

khoram_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۹ - ۸:۵۶
خبر

٢۷/٧/١٤٤٥ ھ_ ق
په مرکز کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د مرکزي زون د ٧ ولایتونو په سطح د لویې جرګې په تالار کې یوه ستره ولسي غونډه ترسره کړه.

په دې غونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال الحاج مولوي عبد الکبیر اخند  په شمول د یاد وزارت وزیر الحاج ملا نور الله نوري، د امر بالمعروف وزیر شیخ محمد خالد الحنفي، د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد، د لوړو زدکړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم، د ښار جوړونې وزیر مولوي حمد الله نعماني، د یاد وزارت مرستیالانو، د وزارتونو معینانو، دیني عالمانو، سیاسي چارو شنونکو، د اهل تشیع علماوو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

دغونډې پر مهال د امر بالمعروف نهی عن المنکر وزارت وزیر شیخ محمد خالد الحنفي په خپلو خبرو کې وویل چې له جهاد څخه مو اهداف د اشغال ماتول او سراسري امنیت وو چې دواړه مو الحمدلله ترلاسه کړل.
ښاغلي حنفي زیاته کړه د رعیت مسؤلیت دادی چې د اسلامي نظام ملاتړ وکړي او که کومه ستونزه پکې موجوده وي د اصلاح لپاره یې کوښښ وکړي.

د قومونو په استازيتوب څو تنو قومي مشرانو خبرې وکړې دوی ټولو په ګډه د اسلامي نظام له حاکمیت راوروسته سراسري امنیت، د قومونو تر منځ اتحاد راوستل او د حاکم نظام خارجي و داخلي پالیسي وستایله او ویې ویل موږ د اسلامي امارت مسؤلینو ته ډاډ ورکوو چې ټول ولسونه ستاسې لکه څنګه چې مو تر شا ولاړ وو اوس به مو هم تر شا ولاړ وي.

د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د ملي اتحاد د ټنګښت په پار وویل چې ملي یووالی یوازې تر شعار لاندې باید را نه ولو، بلکې په عمل کې د اتحاد لپاره یو د بل تر څنګ ودرېږو.
ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې د هیواد په ټولو قومونو، پښتون، ازبک، هزاره، تاجک، ګوجر او...غږ کوو چې په اسلامي نظام کې تفرقه نشته، قوم د پېژندګلوي وسیله ده، په دغه هیواد کې ټول مېشت قومونه د دې خاورې بچیان دي.

د اهل تشیع عالم په خپلو خبرو کې وویل چې د یوه شیع دیني عالم، یوه افغان په توګه وایم په دې خاوره کې زموږ ژوند امن دی، دلته زموږ ټول حقوق خوندي دي. او د امارت اسلامي څخه خوښ یو.

د غونډې پر مهال د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال الحاج مولوي عبد الکبیر اخند وویل د خوشحالۍ ځای دی چې موږ او تاسې د تېر په ډول په خپلمنځي اختلاف نه یو اخته شوي او تر یوه واحد قیادت لاندې ژوند کوو. موږ به هیڅ وخت خپل قدرت د خپل ولس پر وړاندې ونه کاروو. 
له امر بالمعروف وزارت څخه مو هیله ده چې له ولس سره دي اسانی وکړي . او په آخر کې یې د یاد وزارت له مسؤلینو څخه مننه وکړه چې د ملي یووالي لپاره داسي غونډې جوړوي.

د غونډې په پای کې د یاد وزارت وزیر الحاج ملا نور الله نوري راغلیو مېلمنو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ قومونو ته زیاته کړه: ستاسې په څېر ولسونه ډیر کم دي، تاسې مجاهدینو ته په خپله غېږ کې ځای ورکړ، او اوس هم له خپل اسلامي نظام سره په اتحاد ژوند کوئ.
ښاغلي نوري د خپلو خبرو په جریان کې له ټولې نړۍ سره حسنه روابطو او د اسلام د تقاضا مطابق خلکو او ګاوڼډیانو ته د توان د نه رسولو یادونه وکړه، او زیاته یې کړه چې دا د اسلامي امارت د مسؤلینو هوډ دی چې خپل هیواد  آباد کړي او د سیمې له هیوادونو سره نېک روابط قائم کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۱:۱۴
Background image

((چا چې شل کاله د افغانستان غیور ولس ته د خپلو شومو موخو امتحان ورکړی، هغه څېرې دې د ازاد او خپلواک افغانستان د ازادۍ چیغې نه وهي ))

 

شنبه ۱۱ محرم الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري، سرپل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کوهستاناتو په سیمه کې له ولسونو سره د یووالي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۱:۸
Background image

په ننګرهار او کونړ ولایت کې درې بیلابیلې دښمنی په دوستۍ بدلې شوې

شنبه، ۱۱ محرم الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق د ننګرهار ولایت په بټي کوټ او هسکې مېنې ولسوالیو کې د خپلمنځي شخړو له امله، چې له مودې راهیسې یې د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې ترینګلې کړې وې.

د همدې ولایت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۰:۴۳
Background image

پکتیا کې دوه کورنۍ له ۳۵ کلنې دښمنۍ وروسته سره پخلا شوې

 

 پنجشنبه ۹ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ په يوه کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه بدي حل و فصل شوه، چې یادې کورنۍ یې له درې نېمو لسيزو راهیسې له ناخوالو او جنجالونو. . .

BACK TO NEWS

User account menu