د ازادې سیالۍ له لارې د ازموینې اخیستل!

mobta-af
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۴ - ۱۲:۲۷
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي او قبایلي معلوماتو د انسجام پروژې (BTMIS)دوه بستونو ته، چې د څارنې او ارزونې د افسر او د تحقیق او معلوماتو د افسر بستونه دي نن پنجشنبه د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب میاشتې پر ۱۴ مه نېټه د ۶۵ تنو نوماندانو پر ګډون ازموینه واخیستل شوه.

د دې سیالۍ له بهیر څخه د وزارت د سرحدي څېړنو معین ښاغلي ډاکټر محمد آصف قاضي زاده، د معلوماتو د انسجام پروژې مسؤل، د بشري زیرمو او پلان او پالیسۍ ریاست کارکوونکو څارنه کوله.

ښاغلي قاضي زاده د ازموینې څخه د څارنې پر مهال ټینګار وکړ، چې د ازموینې بهیر باید شفاف وي، ترڅو وړتیا لرونکې نوماندان وکولای شي نوموړو بستونو ته لار ومومي او خپلو هېوادوالو ته د خدمت جوګه شي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu