د اداري چارو او پروسو د ساده کولو په موخه ناسته ترسره شوه

taqi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۷
د اداري چارو او پروسو د ساده کولو په موخه ناسته ترسره شوه

 

سه شنبه ۶ صفر المظفر۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د يو شمير رياستونو له رئيسانو سره د اداري چارو او پروسو د ساده کولو په موخه نن ترغرمې مخکې د ياد وزارت د مسلکې معين الحاج مولوي احمد طه قادري په مشري د جوړې شوې کميټې ناسته ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د اداري کارونو په اسانتياوو، لارښوونو او لاسته راوړنو بحثونه وشول ستونزې شريکې شوې او په حل لارو يې لازمي مشوري ورکړل شوي، چې د ګډونوالو له لوري د کارونو پر وخت او مظمو تر سره کولو کې مهمې وبلل شوې.

په پای کې ښاغلي قادري د وزارت يو شمير رياستونو مسؤلينو ته دنده وسپارله چې د خپلو اړوندو ادارو ستونزې مشخصې کړي او په ليست وار شکل دې معلومات د قدمونو د سلسله مراتبو په چوکاټ کې يادې کميټې ته وسپاري ترڅو د اداري چارو د ساده کولو په پروسه کې ترې کار واخېستل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۸
Background image

په سرپل او بادغيس ولايتونو کې د مرګونو شخړو حل

 

چهار شنبه ۲۸ صفر المظفر ۱۴۴۸

د سرپل ولايت په الفتح ولسوالي کې د ځايي اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د خپلمنځي جنجالونو له کبله هغه راپورته شوې شخړه، چې په نتيجه کې يې درې تنو ته مرګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۳:۵۰
Background image

کنړ کې د ۱۲ کلنې تربګني سر بېره بادغيس کې د مسؤلينو له لوري دوه جلا شوې کورنۍ يوځای شوې

 

سه شنبه ۲۷ صفر المظفر ۱۴۴۸

د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د دغه ولايت په مرګز کې د جنازې د لمانځه لپاره د ځای جوړولو پر سر د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۰:۵۴
Background image

زابل کې د قتل له امله راپورته شوې بدي په دوستي بدله شوه

سه شنبه ۲۷ صفر المظفر ۱۴۴۸

د زابل ولايت په ارغنداب ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د يوه تن د قتل له امله راپورته شوې بدي د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مشرانو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu