د آمو سيند په اوږدو کې له سرحدي نقاطو څخه بررسي.

mobta-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۰ - ۸:۵۹
Mobta

۱۷/جمادي الثاني/۱۴۴۴ هـ ق

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معين الحاج مولوي محمد اسماعيل غزنوي چې د زراعت وزارت د سرپرست په مشري د ټاکل شوي لوړ رتبه هيئت غړيتوب يې درلود د هيواد شمال ته د کاري سفر پر مهال د تخار، کندز، بلخ او جوزجان له سرحدي ولسواليو، آمو سيند تخريباتو او له سرحدي صفري نقاطو څخه کتنه ترسره کړه.

Mobta

ياد لوړ پوړی پلاوی چې د آمو سيند د تخريباتو د مخنيوي او تحکيماتو د جوړولو د تخمينې مصارفو د ارزولو په موخه سېمې ته ليږل شوی وو د زراعت وزارت په مشري د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو، اوبو او انرژۍ ، کانونو او پټروليم ، بهرنيو چارو، کليو او پراختيا وزارتونو په شمول د احصايې ملي ادارې استازو هم پکې ګډون درلود له پنځه ورځني سفر وروسته کابل ته ستون شو.

د يادونې وړ ده چې د سرحدي ولايتونو خلکو په مکرره توګه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سره د آمو سيند په اوږدو کې د تخريباتو د مخنيوي غوښتنه کړې وه چې بالاخره په لوړه کچه يادې ستونزې ته پاملرنه وشوه او د اسلامي امارت په دې اقدام ځايي ولسي خلک له زړه نه خوښ دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu