د۲۱ قلمه دفتري توکو د بیا داوطلبۍ اعلان

taqi_admin
د۲۱ قلمه دفتري توکو د بیا داوطلبۍ اعلان

Publish Date

Closing Date

د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت په شرایطو برابر داوطلبانو څخه غوښتنه کوي چې  د۲۱ قلمه دفتري توکو په بیا داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

لېوال شرکتونه د شرطنامې چاپ شوې کاپي د ۱۰۰۰ افغانیو په بدل کې د وزارت د تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کولی شي. د غوښتنپاڼې ترلاسه کولو وروسته، داوطلبان مکلف دي چې اړوند فورمه د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق ډکه کړي او خپل آفرونه په تړلي بڼه د اعلان له خپرېدو وروسته د ۱۴۰۴ هـ ل کال د سنبله میاشتې تر ۱۹ نېټې پورې د آفرونو په صندوق کې واچوي.

د آفر تضمین باید د بانکي ضمانت (ګرنټي) یا نغدو پیسو په بڼه وي، چې اندازه یې۱۶۱،۰۰۰ یوه سلو یو شپېته زرهافغانۍ  ټاکل شوې ده .د آفرونو د پرانیستلو غونډه به د پورته نېټې وروسته د تدارکاتو ریاست کې ترسره شي.

پته: د هوایي ډګر سړک، د سترې محکمې څېرمه، د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۲۸
Background image

د  سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دوه بستونو د اعلان په هکله.

 

 

د افغانستان اسلامی امارت د موخو د لاسته راوړلو او د یوي سالمي اداری د رامنځته کولو په موخه، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت غواړي د پلان او پالیسی ریاست لاندي بستونه:
۱- . . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۹:۴۲
Background image

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د چمن حضوري په سیمه کې د (۹۶۷) متره مربع ځمکې د مزایدې اعلان

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ټولو هغو په شرایطو برابرو داوطلبو شرکتونو ته بلنه ورکوي چې د کابل ښار د اتمې ناحیې  چمن حضوري په سیمه کې د موقعیت لرونکې (۹۶۷) متره مربع ځمکې د . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۵:۱۷
Background image

د غزني ولایت د وکیل محمد جان ګوچي عالي لېسې د ګازو، مېوو، وچې ډوډۍ، ترکاري او نورو اعاشوي توکو  د قرارداد د ورکړې په اړه خبرتیا

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په پام کې لري چې د غزني ولایت د وکیل محمد جان ګوچي عالي لېسې د ګازو، مېوو، وچې ډوډۍ، ترکاري او نورو اعاشوي توکو قرارداد  د ۱۴۰۵ هـ ل کار لپاره د . . .

Back to tenders

User account menu