دفراه ولایت د کابل میشتو قومو شوراګانو له نماينده ګانو سره ليدنه

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۹ - ۲۳:۳۰
mobta

د سرحدونو، قومونواو قبایلو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي عبدالرحمن حقاني د فراه ولايت د قومونو کابل مېشتو شورا له غړو او نماينده ګانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل. د کتنې په پیل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین عبدالرحمن حقاني د ټولنيزو شوراگانو د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه هر اړ خيزې خبري وکړي ويې ویل، چې ټولنيزو شوراګانو له وزارت سره د ملي یووالي او د قومونو تر منځ د فرهنگي ستونزو په حل کې همکاري کړې ده. وروسته د يادې شورا غړو د ټولنيزو شوراګانو د همغږۍ مرکز په اړه، چې د هېواد په کچه ډېرې شوراګانې پکې ثبت او راجسټر دي معلومات وړاندې کړل وې ویل، چې زموږ فرهنګي کمیټې یوه طرحه جوړه کړې ده، چې له مخې به يې له وزارت سره په فرهنگي چارو کې همکاري کوو او دغه راز به د وزارت په لارښوونه له خپل نظام څخه هر ډول ملاتړ کوو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۱:۱۴
Background image

((چا چې شل کاله د افغانستان غیور ولس ته د خپلو شومو موخو امتحان ورکړی، هغه څېرې دې د ازاد او خپلواک افغانستان د ازادۍ چیغې نه وهي ))

 

شنبه ۱۱ محرم الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري، سرپل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کوهستاناتو په سیمه کې له ولسونو سره د یووالي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۱:۸
Background image

په ننګرهار او کونړ ولایت کې درې بیلابیلې دښمنی په دوستۍ بدلې شوې

شنبه، ۱۱ محرم الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق د ننګرهار ولایت په بټي کوټ او هسکې مېنې ولسوالیو کې د خپلمنځي شخړو له امله، چې له مودې راهیسې یې د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې ترینګلې کړې وې.

د همدې ولایت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۰:۴۳
Background image

پکتیا کې دوه کورنۍ له ۳۵ کلنې دښمنۍ وروسته سره پخلا شوې

 

 پنجشنبه ۹ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ په يوه کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه بدي حل و فصل شوه، چې یادې کورنۍ یې له درې نېمو لسيزو راهیسې له ناخوالو او جنجالونو. . .

BACK TO NEWS

User account menu