خوست کې د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست له نویو ودانیو څخه لیدنه!

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۷ - ۱۴:۵۶
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم او ورسره مل پلاوي خوست ولایت کې د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست اړوند نویو ودانیو څخه لیدنه وکړه.

خوست ولایت کې د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست اړوند د قبایلو لیسې او لیلې ودانۍ تېر کال ګټې اخیستنې ته سپارل شوي. او په دې ریاست کې د شا او خوا ۱۹ مېلیونو افغانیو په لګښت د جرګو د نوي تالار د رغېدو چارې د بشپړېدو په حال کې دي.

یاد تالار په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي توګه جوړیږي چې په یو وخت کې به د سلګونو کسانو د راټولېدو ځای ولري.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د تالار رغنیزې چارې له نږدې وڅاري، او هم د نویو ودانیو ساتلو ته زیاته پاملرنه وکړي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu