جوزجان کې د ۷ کلنې شخړې پای

taqi2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۸:۵۸
جوزجان کې د ۷ کلنې شخړې پای

 

پنجشنبه ۸ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، اقوامو او قبایلو چارو رياست مسئولینو د ولايتي ادارې په همکاري د قوشتپې ولسوالي د چهارسای سیمې ته د خپل سفر پرمهال د دوو قومونو ترمنځ د ځړځايونو پر سر را پورته شوې اووه کلنه شخړه هواره کړي.

د يادې شخړې د هواري پرمهال د مسؤلينو د مل پلاوي په مرسته موضوع له نېږدي وڅېړله له دواړو خواوو کې واکونه واخېستل او د يوې شرعي فيصلي په کولو سره يې حق حقدار ته وسپاره، چې په همدې سره يې ياده اوه کلنه شخړه پای ته ورسېده.

ښکېلو دواړو خواوو د مسؤلينو د پرېکړې هرکلی وکړ او د هغوی د قدرداني ترڅنګ يې ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به د ورورولي، یووالي او همکاري لاسونه يو بل ته ورکوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۱:۱۴
Background image

((چا چې شل کاله د افغانستان غیور ولس ته د خپلو شومو موخو امتحان ورکړی، هغه څېرې دې د ازاد او خپلواک افغانستان د ازادۍ چیغې نه وهي ))

 

شنبه ۱۱ محرم الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري، سرپل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کوهستاناتو په سیمه کې له ولسونو سره د یووالي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۱:۸
Background image

په ننګرهار او کونړ ولایت کې درې بیلابیلې دښمنی په دوستۍ بدلې شوې

شنبه، ۱۱ محرم الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق د ننګرهار ولایت په بټي کوټ او هسکې مېنې ولسوالیو کې د خپلمنځي شخړو له امله، چې له مودې راهیسې یې د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې ترینګلې کړې وې.

د همدې ولایت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۰:۴۳
Background image

پکتیا کې دوه کورنۍ له ۳۵ کلنې دښمنۍ وروسته سره پخلا شوې

 

 پنجشنبه ۹ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ په يوه کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه بدي حل و فصل شوه، چې یادې کورنۍ یې له درې نېمو لسيزو راهیسې له ناخوالو او جنجالونو. . .

BACK TO NEWS

User account menu