بلخ کې د دوه کلنې شخړې ترڅنګ بغلان کې هم شخړه حل شوه

taqi2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۴:۱۲
بلخ کې د دوه کلنې شخړې ترڅنګ بغلان کې هم شخړه حل شوه

شنبه ۲۶ شعبان المعظم ۱۴۴۷ دبغلان ولايت په دوشي ولسوالي کې د دووکليو ترمنځ دڅړځايونو پر سر راپورته شوې شخړه ددغه ولايت دسرحدونو،قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو ولايتي ادارې استازو، قومي مشرانو او مخورو په هلوځلو هواره شوه.‏په دغه رامنځته شوې شخړه کې دواړو خواوو ته د څو ښځو په ګډون درې تنه ټپيان شوي وو يو بل ته يې د هستوګنې کورنو سوځولي وو او ترمنځ يې د دښمني لويې بدبينۍ موجودې وې، چې د اسلامي امارت مسؤلينو پروخت د اقدام کولو په پايله کې سره روغې جوړې ته را وبلل او د ښمني يې په دوستي وربدله کړه.په ورته مهال د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مشرانو د ياد ولايت په دهدادي ولسواي کې د دوو کورنيو ترمنځ رامنځته شوې دوه کلنه شخړه داسې مهال هواره کړه، چې د دوواړو کورنيو استازو يو بل ته له بښني کولو ورسته د ورورولي غاړې سره ورکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۸
Background image

په سرپل او بادغيس ولايتونو کې د مرګونو شخړو حل

 

چهار شنبه ۲۸ صفر المظفر ۱۴۴۸

د سرپل ولايت په الفتح ولسوالي کې د ځايي اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د خپلمنځي جنجالونو له کبله هغه راپورته شوې شخړه، چې په نتيجه کې يې درې تنو ته مرګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۳:۵۰
Background image

کنړ کې د ۱۲ کلنې تربګني سر بېره بادغيس کې د مسؤلينو له لوري دوه جلا شوې کورنۍ يوځای شوې

 

سه شنبه ۲۷ صفر المظفر ۱۴۴۸

د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د دغه ولايت په مرګز کې د جنازې د لمانځه لپاره د ځای جوړولو پر سر د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۰:۵۴
Background image

زابل کې د قتل له امله راپورته شوې بدي په دوستي بدله شوه

سه شنبه ۲۷ صفر المظفر ۱۴۴۸

د زابل ولايت په ارغنداب ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د يوه تن د قتل له امله راپورته شوې بدي د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مشرانو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu