بلخ او کاپيسا ولايتونو کې د شخړو له امله څو جلا شويو کورنيو بېرته د سولې غاړې سره ورکړې

taqi2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۲۴
بلخ او کاپيسا ولايتونو کې د شخړو له امله څو جلا شويو کورنيو بېرته د سولې غاړې سره ورکړې

يکشنبه ۱۱ شوال المکرم ۱۴۴۷ د بلخ ولایت مزار شريف ښار د دوو کورنيو ترمنځ د يوې نغدي راکړې ورکړې پر سر را پورته شوې شخړه.چې د دواړو خواوو ترمنځ یې ژورې ستونزې را پورته کړې وې او هم یې لوی اختلافات را ولاړ کړي وو، حل او په ورورولي بدله شوه.دغه شخړه د ياد ولايت د سرحدونو ،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو، سپين ږيرو، علماء کرامو او ځايي خلکو په دوامدارو هڅو داسې محال پای ته ورسېده، چې حق حقدار ته وسپارل شو او ياده د دوو کلونو په دوام اوږدمهاله شخړه هواره شوه.

همداراز د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو هم په دغه ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د کوچنيانو پر سر راپورته شوې شخړه، چې څو کسان پکې زنداني شوي هم وو د قومي مشرانو په ملتيا حل او ښکېلې کورنۍ يې سره ورغاړې وېستې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۸
Background image

په سرپل او بادغيس ولايتونو کې د مرګونو شخړو حل

 

چهار شنبه ۲۸ صفر المظفر ۱۴۴۸

د سرپل ولايت په الفتح ولسوالي کې د ځايي اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د خپلمنځي جنجالونو له کبله هغه راپورته شوې شخړه، چې په نتيجه کې يې درې تنو ته مرګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۳:۵۰
Background image

کنړ کې د ۱۲ کلنې تربګني سر بېره بادغيس کې د مسؤلينو له لوري دوه جلا شوې کورنۍ يوځای شوې

 

سه شنبه ۲۷ صفر المظفر ۱۴۴۸

د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د دغه ولايت په مرګز کې د جنازې د لمانځه لپاره د ځای جوړولو پر سر د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۰:۵۴
Background image

زابل کې د قتل له امله راپورته شوې بدي په دوستي بدله شوه

سه شنبه ۲۷ صفر المظفر ۱۴۴۸

د زابل ولايت په ارغنداب ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د يوه تن د قتل له امله راپورته شوې بدي د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مشرانو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu