افغانستان له هرڅه نه مخکې سولې، ملي یووالي او سیاسي ثبات ته اړتیا لري!

mobta-af
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۹ - ۹:۲۹
mobta

 

دغه څرګندونې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن دوشنبې د روان لمریز کال د تلې میاشتې پر ۲۸ مه نېټه د مشرانو جرګې له غړي ښاغلي غلام عباس اخلاقي، د افغانستان د جمهوریت غوښتونکو ګوند له مشرې اغلې عادلې بهرام، قومي مشرانو او یو شمېر ځوانانو سره د کتنې په ترڅ کې وکړې.

په دې کتنه کې راغلو مشرانو د خپلو سیمه ییزو ستونزو شریکولو ترڅنګ د سولې، ملي یووالي د ټینګښت، د نظام او ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ، د ناامنو سیمو ځوانانو ته د زده کړې د زمینې برابرولو او د قومونو د انسجام په برخه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مشرتابه هلې ځلې وستایلې او د خپلو همکاریو ډاډ یې ورکړ.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم په خپلو خبرو کې سوله، ملي یووالی او سیاسي ثبات د هېواد اساسي اړتیا وبلله او راغلو مشرانو ته یې ډاډ ورکړ، چې ستونزې به یې د وزارت د امکاناتو په چوکاټ کې حل کړي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu