اسلامي امارت لمر دی چې پر ولس راختلی دی

mobta_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۱۹:۵۹
mobta

له غور ولایت څخه راغلیو کوچي مشرانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند له مسلکي معین مولوي احمد طه قادري سره د هغه په کاري دفتر کې وکتل. په دغه کتنه کې د یاد ولایت د مرکز مېشتو کوچي مشرانو په نمایندګي څو تنو خبرې وکړې او د غور په مرکز کې یې د کوچي قشر او ځایي اوسېدونکو تر منځ د څړځایونو او مېنو پر سر د اختلافاتو یادونه وکړه، دوی وویل: پر یادو ځمکو باندې له ډېرې مودې راهیسې شخړې روانې دي، حکومت دې د دوی د ستونزو د حل په برخه کې غور وکړي، دوی وویل: په تېر دور کې موږ ډېر ځورول شوي یو، ا.ا.ا یو لمر دی چې د افغانستان پر ولس را ختلی او موږ هیله من یو چې په اسلامي نظام کې د هیڅ چا حق نه خوړل کیږي. راغلیو مشرانو د دوی د ستونزو په برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه. ورپسې د وزارت مسلکي معین ښاغلي قادري د دوی له راتګ څخه خوښي وښوده او دا یې د شکر ځای یاد کړ چې خلک حکومت ته د ستونزو د حل لپاره مراجعه کوي، هغه وویل: دا نظام د ولس په هڅو او سرښندونو راغلی دی او د ولس لپاره په پوره اخلاص سره کار کوي. نوموړي د مشرانو د ستونزو په تړاو وویل: دا وزارت د هیواد د ټولو قومونو ګډ کور دی او زه ډاډ درکوم چې ستاسې ستونزې به له مسؤلینو سره شریکوو او په اړه به یې جدي اقدام کوو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۳
Background image

بلخ کې دوه مرورې کورنۍ سره پخلا شوې

 

دوشنبه ۱۳ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بلخ ولايت په زارع ولسوالي کې دوه مرورې کورنې د خپلمنځي تاو ترېخوالي او ژورو جنجالونو کولو ورسته د مسؤلينو په دوامدارو کوششونو بېرته سره پخلا شوې او يو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۱:۱۴
Background image

((چا چې شل کاله د افغانستان غیور ولس ته د خپلو شومو موخو امتحان ورکړی، هغه څېرې دې د ازاد او خپلواک افغانستان د ازادۍ چیغې نه وهي ))

 

شنبه ۱۱ محرم الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري، سرپل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کوهستاناتو په سیمه کې له ولسونو سره د یووالي او. . .

BACK TO NEWS

User account menu