د ننګرهار له والي سره د سرحدونو او قبايلو چارو د سرپرست او نوماند وزير ناسته!

mobta-af
Thu, Oct 08 2020 8:56 AM
mobta

د سرحدونو او قبايلو چارو سرپرست او نوماند وزير محترم محب الله صميم او ملګري پلاوي يې نن ماښام د تلې مياشتې په ۱۶ مه نېټه د ولسمشر له سلاکار او د ننګرهار له والي ښاغلي ضيا الحق امرخېل سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د قومونو د انسجام، د سولې او ملي يووالي په ټينګښت کې د قومي مشرانو د رول، د ولسي غونډو او جرګو له لارو د سولې، جمهوري نظام او ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه د ولسونو د ملاتړ او د حکومت او ولس ترمنځ د واټن د رالڼډولو په باب بحث او خبرې وکړې.

دغه راز ښاغلي صميم په ننګرهار کې د وزارت له خوا د يوې ولسي جرګې د جوړولو موضوع شريکه کړه او په دې برخه کې يې د ښاغلي امرخيل د همکاری غوښتنه وکړه، چې د ښاغلي امرخېل له خوا ورسره د هر ډول همکاريو ژمنه وشوه.

د يادونې وړ ده، چې ښاغلي محب الله صميم او د غونډې ټولو ګډونوالو د غني خېلو او لغمان د وروستيو خونړيو پېښو د شهيدانو پاک روح ته دعا وکړه.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu