د سولې او ملي يووالي په ټينګښت کې د سرحدونو او قبايلو چارو د وزير هلې ځلې وستايل شوې!

mobta-af
Wed, Sep 09 2020 2:20 PM
mobta

 

د هېواد ولسمشر جلالتماب ډاکټر محمد اشرف غني د سرحدونو او قبایلو چارو له وزير محترم محمد شفیق ګل آغا شېرزي سره په داسې حال کی، چې د پاکستان په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازي ښاغلي محمد عمر داودزي هم حاضر و٫ د ولسمشري په ماڼۍ کې وکتل.

په دې ناسته کی لومړى جلالتماب ولسمشر په هېواد کې د سولې دټينګښت, قومونو په انسجام او بيا رغونې په برخو کې د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت هلې ځلې وستايلې.

دغه راز د هېواد پر روان وضعيت٫ د سولې پر روانو هڅو، شته فرصتونو، ښې حکومتولي او د هیواد پر نورو مهمو موضوعګانو باندې لازم بحثونه او په دې برخه کې پر ګډ کار او همغږۍ ټینګار وشو.

همداراز ښاغلي ګل آغا شېرزي په خپلو خبرو کې وويل: د سولې او امنيت په ټينګښت او ښې حکومتولی په لار کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي او موږ کولاى شو د قومي ظرفيتونو ، مخورو او با نفوذه شخصيتونو له نفوذ څخه په استفادې سره په دې برخه کې مهم رول ولوبوو.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu