د سولې او امنیت په ټینګښت کې د قومي مشرانو ونډه مهمه ده!

mobta-af
Wed, Aug 26 2020 11:32 AM
mobta

 

د کندوز ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست د جرګو په تالار کې نن سه شنبه د(وږي۴مه۱۳۹۹) په سوله او امنیت کې د قومي مشرانو ونډې تر عنوان لاندې غونډه وشوه.

په دې غونډه کې د کندوز بېلا بېلو قومي شوراګانو مشرانو او ګڼ شمېر قومي مخورو ګډون کړی وو.

د کندوز سرحدونو او قبایلو چارو رئیس نظیف الله نظیف غونډې ته د وینا پر مهال وویل، د ولسونو ارادې نه ماتېدونکې دي، قومي مشران د سولې او امنیت په برخه کې بنسټیزې پایې دي، د قومي مخورو رول د فکري رغونې، سولې، ملي یووالي او امنیت په برخو کې خورا مهم او ارزښت لرونکی دی.

غونډې ته د قومي مخورو په استازولۍ حاجي میرزا محمد لغماني، حاجي غوث الدین فاریابي، د ناصرو د قومي شورا مشر حاجي اغامیر ناصري، ظابط عزیز الله، د ابراهیم خیلو د قومي شورا مشر ډاکټر عتیق الله رشیدي او کندوز کې د اندرابیو د قومي شورا مشر عبدالحق حقجو خبرې وکړې.

دوي د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره ملي یووالی اړین یاد کړ، زیاته یې کړه، چې له ملي پروسو ملاتړ او ملي ګټې ساتل د هر افغان مسئولیت دی او په ټول توان سره به ورته کار کوي.

غونډه په شمال ختیځ زون کې د عربانو د انسجام شورا مشر حاجي عبدالکریم عرب په دعا سره پای ته ورسېده.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu