اداري مجلس جوړ او د چارو په ترسره کولو کې په تفاهم او همغږۍ ټینګار!

mobta-af
Sat, Aug 15 2020 3:18 PM
mobta

 

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په اداري مجلس کې چې نن شنبه د ۱۳۹۹ لمریز کال د زمري پر ۲۵ نېټه د دغه وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږي مرستیال ښاغلي محمد یعقوب احمدزي په مشرۍ جوړ شو، د اړوند ادارو ترمنځ یې د چارو په ترسره کولو کې د تفاهم په لرلو او همغږۍ ټینګار وکړ.

د مجلس په پیل کې ښاغلي احمدزي له کرونا ویروس څخه د ټولو کارکوونکو د ژغورنې او هغو کارکوونکو ته چې د دې ناروغۍ له امله يې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ د الله (ج) له دربار څخه د بخښنې غوښتنه او دعا وکړه.اوپه هېواد کې د یوې واقعیي او رښتینې سولې د ټینګښت او د سولې مذ اکرې د پیل او ښې پایلې هیله وکړه، پخپلو خبرو کې د پلان مطابق د چارو په چټکوالي، تنظیم، پروخت او ځای د بودجې په لګښت ټینګار وکړ.

ورپسې د جرګو د همغږۍ رئیس د کرونا ویروس د خپریدو له امله په ولایتونو کې د جرګو او ورکشاپونو د ځنډېدو، مالي او حسابي رییس د ۱۳۹۹ لمریز کال د شته بودجې او لګښت د څرنګوالي، د بشري زېر مو رییس د کابینې د پریکړې پراساس د ندوته د ټولوکارکوونکود راتګ او پر حاضرۍ د نظارت، د ظرفیت جوړونې د ښونیزو کور سونو د پیلیدو، د حقوقي چارو سلاکار د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د کابینې د 1399/4/30 نیټې د څوارلسمې مصوبې د پنځمې مادې پربنسټ چي دولتی ادارې دې خپل تقنینی اسناد عدلې وزارت ته واستوې همدارازد داخلي پلټنې رییس په ټینګار وکړ:چې د وزارت اړوند ادارې دې د پلټنې عالي اداري ته خپل اړوند اسناد د داخلې پلټنې ریاست لخوا واستوي.

ورپسې د ښوونې او روزنې رییس د تعلیمي بنسټونو د جذب لایحې چې سږ کال به د تطبیق وړنه وي او همدارازد وزارت اړوندلېسوته د سږني کال د جذب د څرنګوالي او د تحقیق او مطالعاتو رئیس د باران اوبو د ذخیره کولوپه ورکشاپ کې چې د افغانستان د اوبو تنظیم د ملي ادارې لخوا جوړ شوی و د ګډون او د یادې ادارې په مرسته د ادارو د باراني اوبود تنظیم په اړه خبرې وکړې.

په یادو او یو لړ نورو مهمو مسایلو د مجلس ګډونوالو بحث وکړاو د هرې برخې کاري کمېټو ته يې سپارښتنه وکړه، چې د موضوعاتو د ښه تنظیم او ستونزو د حل په اړه ناستې ترسره او په راتلونکي مجلس کې د پرمختګ په اړه رپوټونه وړاندې کړي همداراز پروخت د مالي اسنادو په طی مراحل کولو هم ټینګار وشو.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu