فکري رغونه د پرمختګ او سوکالۍ بنسټ جوړوي.

mobta-af
Sun, Dec 15 2019 9:46 AM
mobta

کندوز ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست د جرګو په تالار کې د (ټولنې فکري رغونه کې د قومي مشرانو ونډه) تر عنوان لاندې د(لیند ۍ په۲۱مه۱۳۹۸) غونډه وشوه، چې په کې د ولایت مقام اداري معاون او سر پرست والي ښاغلي حشمت الله رحیمي عرضبیګي، کندوز ښاروال ښاغلي انجنیر فضل احمد فضلي، د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس ښاغلي دوست محمد ریحان، د اطلاعاتو او کلتور رئیس ښاغلي فدامحمد ارزښت، دیني علماوو، د بېلا بېلو قومي شوراګانو رئیسانو او قومي مشرانو ګډون کړی و.

د سرحدونو او قبایلو چارو رئیس نظیف الله نظیف د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې له فکري رغونې پرته ټولنې د پرمختګ او هوساینې پر لور ګامونه نشي پورته کولی او فکري رغونه د پرمختګ او سوکالۍ بنسټ جوړوي.

نظیف الله نظیف د سولې، ثبات او یووالي په برخه کې د قومي مشرانو د رول تر څنګ د کاسا۱۰۰۰ پروژې او کندوز حلقوي سړک پر ارزښت خبرې وکړې او مننه یې وکړه، چې قومي مشرانو تل له ملي پروسو او پرمختیایي پروژو ملاتړ څرګند کړی.
د کلیو بیا رغونې او پراختیا رئیس ښاغلي دوست محمد ریحان کندوز کې د ۱۳۹۸ل کال د انکشافي پروژو په روانو چارو خبرې وکړې او د غونډې له ګډونوالو سره یې مالومات شریک کړل.
د غونډې بل ویناوال قومي مشر ښاغلی ظابط عزیزالله و، چې د فکري رغونې پر ارزښت یې خبرې وکړې، قومونه یې یووالي ته راوبلل او زیاته یې کړه، چې د ملي پروسو ملاتړ د قومي مشرانو مسئولیت دی او په ټول توان سره یې ملاتړي یوو.

د ابراهیم خیلو د قومي شورا مشر ښاغلي ډاکټر عتیق وویل، پرمختیایي پروژې د همدې ولس لپاره دي او ولسونه یې د ملاتړ تر څنګ ساتنه هم کوي.
کندوز کې د اندرابیو د قوم قومي شورا مشر ښاغلي عبدالحق حقجو د خبرو پر مهال په فکري رغونه کې د قومي مشرانو پر رول خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې قومي مشران مسئولیت لري، چې په ټولنه کې د مثبت فکر رغولو لپاره په ټول توان سره کار وکړي.
ښاغلي مولوي مدقیق غونډې ته د وینا پر مهال د دیني ارشاداتو په رڼا کې د فکري رغونې په ارزښت خبرې وکړې، ولسونه یې سولې او یووالي ته راوبلل.
د غونډې د راټولونې لپاره د ولایت مقام اداري معاون او سر پرست والي ښاغلی حشمت الله رحیمي عرضبیګي دریځ ته راوغوښتل شو، د سولې، امنیت او پرمختیایي پروژو نه د ملاتړ برخه کې یې له قومي مشرانو مننه وکړه.
فکري رغونه یې د ټولنې د پرمختګ لپاره اساس وباله، له قومي مشرانو یې وغوښتل، چې د ټولنې فکري رغونې کې پراخه ونډه واخلي.
غونډه د عربانو د قومي شورا مشر ښاغلي عبدالکریم عرب په دعایې پای ته ورسېده.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu