په ولسي جرګه کې د نورستان ولایت د خلکو له استازې سره کتنه!

mobta-af
Thu, Dec 12 2019 10:18 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي شجاع الملک جلاله نن چهارشنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ۲۰ مه نېټه په داسې حال کې، چې د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئيس ښاغلی عبدالوحید خاورې او د سرحدي څېړنو سلاکار ښاغلی ستانکزی هم حاضر و، په ولسي جرګه کې د نورستان ولایت د خلکو له استازې اغلې ډاکټر قمربانو اکبري سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې آغلې قمربانو اکبري د یو لړ سیمه ییزو ستونزو شریکولو ترڅنګ د وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست پورې اړوند جاښ مجلې د بډاینې او په دې برخه کې د قلمي همکارانو د زیاتېدو غوښتنې درلودې.

نوموړې همدا راز په هېواد کې د مېشتو درنو قومونو د انسجام او د نورستانۍ ژبې په ګډون د هېواد په بېلابېلو ژبو د خپرونو له امله د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت هلې ځلې وستایلې.

ورپسې د وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي جلاله په خپلو خبرو کې د نورستان ولایت د خلکو استازې ستونزې پر ځای وبللې او د ستونزو د هوارولو ډاډ یې ورکړ.

همدا راز ښاغلي جلاله د وزارت اړوند خپرنیزې مجلې هم آغلې قمربانو اکبري ته ډالۍ کړې.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu