د نومبر ۲۵ مه، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ورځ!

mobta-af
Wed, Nov 27 2019 10:13 AM
mobta

د همدې ورځې په مناسبت نن سه شنبه د ۱۳۹۸ لمریز کال د لیندۍ پر (۵) نیټه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د کنفرانسونو په تالار کې غونډه جوړه شوه .

په یاده غونډه کې د وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي محمد یعقوب احمد زي ، مالي او اداري معین ښاغلي شجاع الملک جلاله، سلاکارانو، رئیسانو، نارینه او ښځینه کارکوونکو ګډون کړی و.

دغونډې په پیل کې د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس ښاغلي عبدالوحید خاوري په دې اړه د سرحدونو او قبایلو چارو وزیرښاغلي محمدشفیق ګل اغا شېرزي پیغام ولوست په پیغام کې د ښځو په ژوندکې د وروستیو پرمختګونو یادونه او پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي په برخه کې په ګډو هڅو ټینګارشوی و.

ورپسې د وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي محمد یعقوب احمد زي د اسلام د مقدس دین په راتګ سره د ښځو په ژوند او د حقوقو د تامین په برخه کې د ژور بدلون په اړه خبرې وکړې وې ویل : د اسلام سپیڅلي دین د نارینه او ښځو د حقوقو په برخه کې عدالت تامین کړی دی ، د ښځو او نارینه و په خلقت کې هیڅ ډول توپیر او تبعیض نشته دی .

ټولنه د ښځو او نارینه دواړو څخه جوړه ده ،او د دواړو په ګډو هڅو به مخ ته ځي .
همدارازیې دښځوپروړاندې د تاوترخوالي پېښوپه زیاتېدواندېښنه وښوده هیله ېې څرګنده کړه ، چې د دولت ، مدني او ټولنیز و ټولنو او د خلکو په همکارۍ او ګډ کار د تاوتریخوالي پروړاندي ګډه مبارزه اومخنیوی یې وشي .
ښاغلي احمد زي وویل : چې په وزارت کې الحمدالله د ښځینه کارکونکو لپاره د دندې پرمهال مناسب چاپېریال شتون لري . په دې اړه هیڅ ډول ستونزه نشته.
ورپسې د ښځود حقوقود ملاتړواحد کارپوهې اغلې سیما « صاحب زاده » ، رشیدي د ښځو چارو وزیرې پیغام ولوست. په پیغام کې د ښځو پر وړاندې د مخنیوي او مبارزې په برخه کې د قوانینو، ادارو او محاکمو د منځته راتګ یادونه شوې وه .له دولت ،مدني اوټولنزوبنسټونوغوښتنه شوې وه ، چې له دغې وزارت سره په ۱۶ ورځني کمپاین کې برخه واخلي .

د وزارت یو تن کارکوونکي ښاغلي علي علي زاده هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په لارو چارو خبرې وکړې .
او په دې دعا چې په هېوادکې هر ډول تاوتریخوالی له منځه ولاړشي غونډه پای ته ورسیده.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu