د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د تحقیق او مطالعاتو ریاست اړوند کتابتون پرانستل شو!

mobta-af
Mon, Nov 04 2019 10:45 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل اغا شیرزي له خوا نن یکشنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د عقرب په ۱۲ نېټه د دغه وزارت د تحقیق او مطالعاتو ریاست اړوند کتابتون تر بیارغونې وروسته د پټې په پریکولو سره پرانستل شو.

د کتابتون د پرانیستلو په مراسمو کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل اغا شیرزي تر څنګ د وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي، د جرګو او قبایلي چارو معین ښاغلی محمد یعقوب احمدزي، مالي او اداري معین ښاغلي شجاع الملک جلاله، د سرحدونو د مسلکي بررسي معین ښاغلي محمد اصف قاضي زاده ، د وزارت مقام سلاکارانو او رئیسانو ګډون کړی ؤ.

ښاغلي محمد شفیق ګل اغا شېرزي د دغه وزارت د تحقیق او مطالعاتو د رئیس ښاغلي جاوید احمد وفا هڅې ، چې د علمي او فرهنګي برخې د بډاینې لپاره یې تر سره کوي د قدر وړ وبللې وې ویل: چې اوسمهال د مطالعې مینه وال په ډېره ښه او اسانه توګه کولای شي د خپلې خوښې کتاب ترلاسه او د پوهې کچه لوړه یوسي.
همدا راز یې هیله څرګنده کړه چې باید د مطالعې فرهنګ د پخوا په څېر دود وګرځي او کارکوونکي باید له دغو اسانتیاوو څخه لوړه ګټه پورته کړي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د تحقیق او مطالعاتو رئیس جاوید احمد وفا خبرې وکړې او د سرحدونو او قبایلو چارو له وزیر محترم محمد شفیق ګل اغا شیرزي، د وزارت له مسلکي معین محترم ډاکټر فریدون بارکزي او نورو معینانو او رئیسانو څخه يې مننه وکړه، چې د وزارت د کتابتون په بیارغونه او بډاینه کې يې هر اړخیزه همکاري کړې ده.

ښاغلي وفا زیاته کړه، چې د تحقیق او مطالعاتو ریاست اړوند کتابتون کې تقریبا ۵۰۰۰ جلده د تاریخي، سیاسي، فرهنګي، اقتصادي او دیني علومو کتابونو شته، چې پر پخوانې غیري معیاري فزیکي بڼې یې له سر کار وشو او په معیاري شکل یې د کتابونو المارې، د مطالعاي میزونه او چوکي ورته برابرې شوي او د کتابتون د لا غني کیدو لپاره مو له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه ۲۰۰ جلده، له علومو اکاډمې څخه ۱۸۱ جلده بیلابیل کتابونه تر لاسه کړي او همداراز ۲۹۶ جلده نوې چاپ شوي کتابونه مو له بازار څخه خریداري او په کتابتون کې مو د مطالعه کوونکو لپاره ځای پر ځای کړي دي.

د تحقیق او مطالعاتو رئیس وویل، چې همدا اوس د کتابتون پر الیکترونکي ډیټابس او انلاین کتابتون باندې هم کار روان دی، چې ډیر ژر به یې کارونه بشپړه او ګټي اخیستنې ته وړاندې شي.

د کتابتون د پرانیستې غونډه په افغانستان کې د علمي او پوهې د رڼا د خپریدو او تل پاتې سولې په دعا سره پای ته ورسیده .

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu