له قومي مشرانو سره کتنه!

mobta-af
Wed, Oct 30 2019 2:34 PM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزی نن چهارشنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د لړم میاشتې په ۸ مه نېټه د شیخ محمد روحاني قوم د سرتاسري شورا له بنسټ ګر ښاغلي ډاکټر محمد هاشم وهاج او ملګرو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې، چې د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئيس ښاغلی عبدالوحید خاورې هم حاضر وو، د یادې شورا مشر په خپلو خبرو کې وویل: د سولې، ملي یووالي او د امنیت د ټینګښت په برخه کې د قومي مشرانو او دیني عالمانو سره سلا مشورې اړینې او مهم رول لري، چې باید د دوی نظرونه او وړاندیزونه واوریدل شي، ترڅو د سولې پروسه په بریالۍ توګه مخته ولاړه شي.

همدا راز ښاغلي وهاج زیاته کړه، چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له مشرتابه څخه مننه کوو، چې تل یې د قومي شوراګانو د انسجام په برخه کې یې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې ترسره کړي دي او د دې ترڅنګ د خپل موجوده نظام ملاتړ کوو.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي پخپلو خبرو کې د یادو قومي مشرانو ستونزې پر ځای وبللې وې ویل: ستاسو درنو مشرانو له نیکو نظرونو څخه منندوی یو، تاسو تل د خپل هېواد او خلکو لپاره ریښتینې هڅې ترسره کړي. د سولې د ټینګښت په برخه کې باید له قومي مشرانو او دیني عالمانو سره سلامشورې ترسره شي، ترڅو د یوې بین الافغاني سولې څخه برخمن شو.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu