ټاکنې د نظام ژغورنې یوازینۍ لاره ده!

mobta-af
Wed, Sep 25 2019 2:38 PM
mobta

دغه خبره د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي د ۱۳۹۸ لمریز کال د تلې میاشتې په ۳ مه نېټه په هغې غونډه کې څرګنده کړه، چې په خپل مېلمستون کي یې د ملي یووالي، پخلایني او عامه پوهاوي تر عنوان لاندې جوړه کړې وه، چې د کندهار ولایت د مرکز او د بېلابېلو ولسوالیو قومي مشرانو، مخورو او دیني عالمانو پکې ګډون کړی وه.

د غونډې په پیل کې ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي په خپلو خبرو کې د ټاکنو د ملي بهیر پر ارزښت رڼا واچوله او د غونډې له ګډونوالو یې هیله وکړه، چې تاسو باید د خپلې سیمې په شرایطو برابر کسان نارینه او ښځينه دې ته وهڅوې، چې په دې ملی بهیر کې برخه واخلي او د خپلو رایو په کارولو سره خپل برخلیک په خپله وټاکې او په دې سره خپل هېوادنی او ملي مسؤلیت ترسره کړي.

ورپسې قومي مشرانو او مخورو هم په خپلو خبرو کې ټاکنې یو ملي بهیر یاد کړ او ژمنه یې وکړه، چې موږ به د کندهار ولایت د بېلابېلو سیمو په شرایطو برابر کسان دې ته وهڅوو، چې په دې ملي بهیر کې ګډون وکړي، تر څو خپله رایه وکاروي او خپله ایماني او جداني دنده ترسره کړي.
همدا راز د غونډې ګډونوالو د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مشرتابه هڅې او فعالیتونه د سولي، امنیت، ملي یووالي او ټاکنو کې د خلکو د ګډون او رابللو په برخه کې د ستاینې وړ وبللې او د خپل موجوده نظام څخه یې د ملاتړ څرګندولو ترڅنګ په هېواد کې د سولې، امن او سوکالۍ د ټینګښت دعاګانې وکړې.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu