دوزارت اړوند رحمن بابا عالي لېسې ادبي بهير د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د پټۍ په پرېکولو سره پرانېستل شو!

mobta-af
Wed, Sep 11 2019 10:36 AM
mobta

په دې پرانېست غونډه کې د لېسې عمومي امر ښاغلى محمد عمر معصومي، تدريسي مرستيال محترم شاه پورخان، درنو استادانو، يو شمېر بهرنيو مېلمنو او ګلونو زده کوونکو ګډون درلوده.

غونډه د سپېڅلي قرآن د څو مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل شوه، د ملي سرود ټيم د هيواد ملي سرود ولوسته، بيا د لېسې تکړه ممثلينو د يوې په زړه پورې تمثيلي ټوټې په اجراکولو سره مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه.

ورپسې د لېسې فرهنګي کمېټې مسول ښاغلي محمودبريالي کيوان د بهير په جوړښت خبرې وکړې او د بهير اړوند ځينې ضرورتونه يې له ښاغلي امر او اړوندو مسولينو سره شريک کړل، چې مقابل کې ورته اړوندو مسولينو د اړتياوو د پوره کولو بشپړ ډاډ ورکړ.

د لېسې عمومي امر جناب محمدعمر معصومي په خپل وار ټولو ګډونوالو ته مبارکي ورکړه، په خپلو خبرو کې يې ټينګار وکړ چې د بهير چارې دې همداسې ګړندۍ وساتل شي، زياته يې کړه چې موږ بايد کوښښ وکړو چې دغه استعدادونه رابهر کړو او ټولنې ته يې د مسٶلو ځوانانو په توګه وړاندې کړو، د ليسي آمر د محترم جلالتماب ولسمشر محمد اشرف غني، د سرحدونو او قبایلو چارو د وزير محترم محمدشفيق ګل آغا شيرزي او مسلکي معين ښاغلي ډاکتر فريدون بارکزي څخه ځانګړې مننه وکړه، چې د وزارت اړوندو لېسو کې يې پخپلو نه ستړى کېدونکو هلو ځلو سره په بېلابېلو تدريسي او اداري برخو کې مثبت بدلون راوستى او د هېواد د نا امنو او قبايلي سيمو ځوانانو ته يې د زده کړې مناسب جاپيريال رامنځته کړې او نوموړو لېسو ته يې ډېره زياته پاملرنه کړېده.

د غونډې په دوام استاد احمدجاويد ميوند ښکلى شعر وړاندې کړ، ورپسې د ترانې ټيم د بهير په اړه خپل ښکلى شعر زمزمه کړ، بيا د لېسې تدريسي مرستيال شاه پور خان وغږېده او له خپله اړخه يې له هر اړخيزې مرستې ډاډ ورکړ، ځينو نورو شاعرانو خپل ترتيب کړي شعرونه ولوستل او غونډې ته يې لا ښکلا ورکړه، په پاى کې ناسته د دعايې په لوستلو پاى ته ورسېده!

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu