د قبایلو د سرتاسري اتحاديې له مشر سره کتنه!

mobta-af
Tue, Sep 03 2019 1:22 PM
mobta

په دې کتنه کې، راغلو قبایلي مشرانو د خپلو یو لړ سیمه ییزو ستونزو شریکولو ترڅنګ د فرهنګي او کلتوري اړیکو د پیاوړتیا، د امن، یووالي او ثبات لپاره په ګډو هلو ځلو، چې څنګه کولای شو خپلې سیمې د امن په سیمو بدلې کړو او د باور سوله ییزه فضا رامنځته کړو خبرې وکړې او د وزارت له مشرتابه څخه یې وغوښتل، چې د دوي ځوانانو ته د وزارت په اړندو لېسو کې د تل په څېر د زده کړې زمینه برابره کړي.
ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي پخپلو خبرو کې د یادو مشرانو ستونزې پر ځای وبللې او له دوی څخه یې مننه وکړه، چې په بېلابېلو کلتوري او فرهنګي غونډو کې یې ګډون کړی په ځانګړې توګه د پښتنو او بلوڅو وروڼو سره د پیوستون د ورځې په لمانځلو کې یې هم ګډون درلود وې ویل: قبایل مبارزه خلک دي او ځانګړې تاریخي مخینه لري د تل په څېر یې په کلتوري او فرهنګي برخو کې د هېواد له خلکو سره همکاري کړې.
همدا راز ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي زیاته کړه، چې د وزارت مشرتابه د تل په څېر هڅه کوي، چې ستاسو ځوانانو ته د وزارت په اړوندو لېسو کې د زده کړو زمینه برابره کړي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu