په ننګرهار کې د قتل یوه موضوع حل شوه

taqi_admin
Sun, Apr 05 2026 11:14 AM
په ننګرهار کې د قتل یوه موضوع حل شوه

 

شنبه/ ۱۷ / شوال/۱۴۴۷
د ننګرهار ولایت مهمندرې ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ څه موده وړاندې د ماشومانو پر سر پېښه شوې فزیکي شخړه، چې له امله یې یو تن وژل شوی هم و، تېره ورځ د یوې دودیزې جرګې پرمهال حل شوه. 
دغه شخړه چې د دواړو خواوو د جنجال له امله لویه لانجه ترې جوړه شوې وه، د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو، سیمه ییزو مشرانو او دیني عالمانو یې منځګړیتوب وکړ او د موضوع د حل لپاره یې یوه ناسته راوبلله. 

قومي مخورو د ښکېلو لورو د موضوع له پوره څېړنې وروسته د دوی ترمنځ د قناعت وړ فیصله وکړه او دواړه لوري یې حوصلې او ګذشت ته راوبلل، چې په دې سره د  مشرانو د درناوي په خاطر طرفینو یو بل ته بښنه وکړه او د ورورۍ غېږې یې سره ورکړې.

دا په داسې حال کې ده، چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د خپلو ولایتي ریاستونو، آمریتونو او د شخړو د حل کمیسیون له لارې په ورځني ډول کوښښ کوي چې د خلکو ترمنځ خپلمنځي اختلافات، شخړې او جنجالونه حل کړي ترڅو هیوادوال له بدیو او تربګنیو خلاص د اتحاد او یووالي له ژوند څخه برخمن شي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu