پکتيا کې د دوو کورنيو ترمنځ ۶۰ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.

taqi_admin
Tue, Dec 30 2025 3:06 PM
پکتيا کې د دوو کورنيو ترمنځ ۶۰ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.

 

دوشنبه ۸ رجب المرجب ۱۴۴۷

 دغه پخوانۍ دښمني د پکتيا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رياست د رئيس مفتي نصير احمد تائب په مشري د دغه ولايت د والي، قومي مشرانو، ديني عالمانو او متنفدينو په ملتيا د پرله‌ پسې ناستو او هڅو په پايله کې د ميرزکي ولسوالي د ګرګين په سيمه کې هواره شوه.

ياده دښمني، چې له شاوخوا شپږو لسيزو راهيسې روانه وه په ترڅ کې يې درې تنه وژل شوي، ګڼ مالي زيانونه ورته رسېدلي او د غچ اخيستنې جدي ګواښونه يې هم ترمنځ موجود وو، چې مسؤلين په دې وتوانېدل ترڅو دغه شخړه د تفاهم او روغې جوړې له لارې پای ته ورسوي.

د روغي جوړې په يادو مراسمو کې دواړو خواوو په بشپړه رضايت سره تېر هېر کړل، يو بل ته يې بښنه وکړه او د ورورولي، سولې او ګډ ژوند ژمنه يې وکړه، چې په همدې سره يې د سولې غاړې سره ورکړې.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu