بلخ کې د دوه کلنې شخړې ترڅنګ جوز جان کې هم مرورې کورنۍ سره پخلا شوې

taqi2_admin
Mon, Dec 01 2025 10:44 AM
بلخ کې د دوه کلنې شخړې ترڅنګ جوز جان کې هم مرورې کورنۍ سره پخلا شوې

 

چهار شنبه ۵  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د قومي مشرانو په همکاري د دغه ولايت په شولګرې ولسوالي کې د ځينو خپلمنځي اختلافاتو له کبله هغه راپورته شوې شخړه حل کړه، چې په ترڅ کې يې يو کس وژل شوی و او درې مختلفې کورنۍ پکې ښکېل وې.

دغه شخړه د تېرو دوه کلونو څخه روانه وه او لوی کورني اختلافات يې رامنځته کړې وو، چې د اسلامي امارت د مشرانو په منځګړيتوب په سوله او ورورولۍ بدله شوه. ښکېلو لورو تر روغې وروسته یو بل وبښل او ژمنه يې وکړه، چې له دې وروسته به د ورورولي لارې غوره کوي.

همداراز د جوزجان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو هم په ورته مهال د دغه ولايت په مرکز کې د دوو کورنيو ترمنځ نږدې د يو کال راهيسې هغه روانه شخړه په سوله ييز ډول هواره کړه، چې لويې بد بينۍ يې رامنځته کړې وې او وخت ناوخت به ښکېلو خواوو په يو بل تورونه پوري کول.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu