په ولسواليو کې د ولسي یووالي او ستونزو د اورېدو غونډو دوام

taqi2_admin
Wed, Oct 29 2025 11:34 AM
په ولسواليو کې د ولسي یووالي او ستونزو د اورېدو غونډو دوام

 

سه شنبه ۶ جمادي الثاني ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلان سره سم د هيواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه غونډې ترسره شوې، چې پکې د باميان ولايت پنجاب ولسوالي، د کندز ولايت اقتاش ولسوالي، د کنړ ولايت څوکۍ ولسوالي او د بدخشان ولايت ۹ ولسواليو کوهستان، ياوان، ارغستان، خواهان، کوف آب، شيګي نُسي، مايمي او شُغنان ولسوالي موجودې وې.

د غونډو ګډونوالو د اسلامي نظام څخه د کلک ملاتړ ترڅنګ دا نظام د ولسونو د يووالي، همغږۍ او ستونزو هواري لپاره مهم وباله او ويې ويل: د اسلامي نظام هر مشر د ولس د خلکو پر وړاندې ځان خادم ګڼي او هېڅ د مشرولي احساس نه کوي نو همدا وجه ده، چې د ولسونو تر کورونو ورځي ستونزې يې اوري او د حل په لارو چارو يې کار کوي. دوی همدا راز ډاډ څرګند کړ، چې په هرصورت به د دې نظام ترڅنګ ولاړ وي.

په ولسواليو کې د دغه جوړو شويو غونډو پرمهال مسؤلینو د ولسي ملاتړ قدردانی وکړ او ويې ويل: د اسلامي امارت ټول مسؤلين شپه او ورځ د خپلو ولسونو د هوسايني او ارام ژوند لپاره هڅې کوي. دوی خلکو ته ډاډ ورکړ، چې هره لويه او وړه ستونزه به يې د لوړ رتبه مشرانو ره د حل په موخه شريکوي. يادو مسؤلينو د امیرالمؤمنین حفظه ‌الله د بدو دودونو او رواجونو د مخنیوي فرمان هم تشریح کړ او د غونډې په ګډونوالو يې وويشه.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu